الفلاح د لوړو زده کړو مؤسسه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجسترېدو وروسته په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې تاسیس شوه.   د تاسيس موخه يې په هېواد کې د هېودوالو لپاره د غوره او پرمختللو منظمو زده کړو معياري کول دي.

الفلاح د لوړو زده کړو مؤسسه انجينري، اقتصاد، شرعيات او قانون، حقوق او سياسي علوم او ژورناليزم پوهنځی لري، چې په دې پوهنځيو کې شپږ زره ( ۶۰۰۰) شاوخوا محصلين په لوړو زده کړو بوخت دي. د لوړو زده کړو د تدريس چارې يې د کورنيو  او بهرنيو پياوړو تجربه لرونکو دايمي استادانو له خوا ترسره کېږي. د دې پوهنځيو ټول استادان د خپلو محصلينو لپاره د نړۍ او هېواد په کچه له نوو مهالنیو تدريسي ميتودونو څخه کار اخلي، څو محصلين وکړای شي، د نړۍ د نوو او عصري علمي تجربو څخه خبر او په راتلونکي کې له همدې اغيزمنو تجربو څخه ګټه پورته کړي.

د الفلاح د لوړو زده کړو مؤسسه د مهالنیو پرمختللو عصري درسي موادو برابرولو لپاره استادانو ته ۲۴ ساعته د انټرنېټ او د بډايه کتابتون اسانتیاوې برابرې کړي، څو په ډېرې هوساينې سره وکړای شي، د خپلو محصلينو لپاره اړوند پرمختللي ګټور درسي مواد برابر او په تدريسي چارو کې ترې په منظمه توګه ګټه واخلي. 

En