عبادت لیسه په جلال اباد ښار، ننګرهار ولایت کی په 2015 کال کی پدی هیله  پرانستل شویده تر څو خپلونوی نسل افغانی بچیانو ته  هغه ډول پوهنه وړاندی کړی چی عملی او  فکری ارزښت  ولری.  له کلونو وروسته زمونږه دا هیله رښتنی بڼه ومونده چی خپلی ټولنی ته په افغانستان کی ارزښتناکه عصری پوهنه، ښی زده کړی چانس او د اکسفورډ نصاب، او د لیوال نصاب په زیاتولو سره خدمت وکړو چی شخصیت او کاریکټر جوړونی کی مرسته وکړی
په عبادت لیسه کی مونږ هغه  زده کړی وړاندی کوو چی له وړکتون، پریپ او کی جی نه پیل  تر 12 ټولګی پوری د اکسفورډ په  سیسټم کی په معیاری ډول تدریس کیږي. عبادت لیسه خپلو ماشومانو ته د معارف او د اکسفورډ نصاب په معیاری ډول تدریس کوی.
په رښتنی بڼه زمونږ ښوونځی د عربی، د قران مجید تفسیر، نظرانه وړاندی کوی، او په ځانګړی ډول د حدیث او اسلامی تدریس له لاری په کاریکټراو ذهنی روزنی او شخصیت جوړونی باندی ډیر کار کوی. یو ځل چی ماشوم له عبادت خصوصی لیسی څخه فارغه شی مونږ دا ډاډ ورکوو چی ماشوم ته دا اړتیا نه شی پیدا چی له کوم بل کس نه په ژوند کی د ورپیښو ستونزو د حل په هکله تری وپوښتی، هغوی به په خپل ځان ډیر ډاډه وی او پدی به پوه وی چی روزمره ژوند څنګه د الله په احکاماتو او د ستر لارښود حضرت محمد ٌ په لارښوونو تیرکړی.
 مونږه زده کړان په دینی علم اوپه عصری علم يي تیارو چی ټول عمر بریالی زده کوونکی وی، او په اړین مذهبی او دینی علم سمبال وی او ورسره په هغو مهمو مهارتونو کی بریالی وی چی په مکتب کی، په لوړو زده کړو کی، په ژوندانه کی، او به راتلونکی کی ورته پکار راځی.
عبادت لیسه په پلان کی لری چی په راتلوونکی وخت کی به انشاالله 3 څانګی په جلال اباد ښارکی،1 څانګه په کندهار ښار کی، 1 څانګه په ګردیز ښار کی، او 13 څانګی په کابل ښار کی او نوری څانګی به په هغو ولایتونوپه مرکزونو کی پرانیستل کیږی چیرته چی نوی نسل د لیک لوست لپاره کمه پاملرنه شوی وی
 

En